د ایکنانیوز خبریال له پاره چناره راپور راکړ،نن سهار د شینګک کلي یوشمیر کسان د ښکار لپاره خپلو غرونو ته تللي وو ، چې په هغو غرونو کې له مخکې پټ شوو کسانو چې له مقبلو سره اړونده دي، پر هغوي ډزې کړي او په هغو کې ئې یو کس سخت ټپی کړی چې له دغې پيښې سملاسي وروسته دکونج علیزئ له پَل سره نزدې یو شمیر کسانو له مقبلو صدې ښار ته د ایف سي په سرپرستۍ کې پر تلونکي کانوائۍ برید کړی چې له امله ئې یولس کسان وژل شوي او یوشمیر نور هم ټپیان شوي دي.
په راپور کې وئيل شو ي دي، د ایف سي ځواکونو په مقابلو ډزو کې بریدکونکو یوشمیر کسانو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي دي.
د کورمې ضعلې ډپټي کمیشنر خبریالانو سره په خبرو کې وئيلي دي،سیمې ته دامنیت د ټينګښت لپاره امنیتی ځواک لیږدول شوی او د امن جرګې په وسیله په سیمې کې د اړئ ګړئ د زیاتیدا د مخنیوی لپاره لاس په کار شوې ده.
داپه داسې حال کې دي چې په همداوروستیو څو میاشتو کې دا څوم ځل دی چې د کورمې سیمې دامنیت د خرابیدا پيښې رامینځةشوي دي، خو ډیری کارپوهان وائي چې په دغو پيښو او اړئ ګړئ کې ځيني حکومتي کړئ لاس لري څو په سیمې کې ناکراري او بې ثباتي وي. او ددغو اړئ ګړیو زیاتره علتونه هم د حکومتي او ا منیتی ادارو هغه نیمګړتیاوې دي چې په کرتو دامن جرګې په وسیله شوي پریکړو داجرا کولو هیڅ ډول هڅه ئې نه ده کړې او اوس حالات دې ته رسیدلي دي چې په هرې ا ونۍ یا په دوهمې اونۍ کې په سیمې کې ځيني پيښې رامینځةکیږي چې پکې د بې ګناه خلکو وینه تویږی او بریدګر او ترهه ګر و باندې د لاس اچولو هیڅ پلان نشته او حکومتي ادارې یوازې نندارچیانې دي.